په بلخ ولایت کې د یوې دیني مدرسې  د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۱:۵۳
gh

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري، د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ په ګوری مار کلي کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست، د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهید خېل، د یادې ولسوالۍ رهبري، علماوو، د مدرسې استادانو او زده کوونکو ګډون درلود.
مراسم د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د بلخ ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
د یادې مدرسې ودانۍ د پوهنې دوستو خلکو په مالي لګښت سره په يو نيم جرېب ځمکه کې د يو لک او پنځوس زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي، چې د دارالعلوم او دارالحفاظ په برخو کې  ۱۲۰ ښځینه زده کوونکې،۱۳۰ تنه لیلیه زده کوونکي او ۲۶۰ تنه نهاري زده کوونکي په یاده مدرسه کې زده کړې کوي. 
د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د شریفو ولسونو له مرستو چې د یادې مدرسې جوړولو ته یې ځانګړې کړې وې، مننه وکړه او په خپلو خبرو کې یې د هېواد په پرمختګ کې د دیني او عصري علومو د ارزښت په باب خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت سرپرست څرګنده کړه: له بده مرغه په تېرو حکومتونو کې د اسلامي زده کړو په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی، مدرسې ورانېدلې او حتی د علماوو او پوهانو درناوی نه کېده، خو اوس الحمدلله، د .ا.ا.په راتګ سره د اسلامي زده کړو برخې ته جدي پاملرنه شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد په هر ګوټ کې د ښوونځيو، مدارسو، دارالعلومو او دارالحفاظونو جوړولو په برخه کې جدي هلې ځلې روانې دي او د پوهنې وزارت رهبري د پوهنې په برخه کې د ګرانو هېوادوالو د ټولو کړنو او پروګرامونو څخه ستاینه او ملاتړ کوي.
د پوهنې وزارت د سرپرست له ارزښتناکو لارښوونو وروسته، یو شمېر علماوو او د پوهنې مینه والو په ټولنه کې د اسلامي زده کړو د ارزښتناک رول په اړه مفصلې خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پلانونو یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
یاد مراسم د پوهنې وزارت د سرپرست او ورسره مل پلاوي له لوري د مدرسې د ودانۍ د ډبرې په اېښودلو او د خیر په دعا پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۳
Background image

د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د کړنو لنډیز

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د کیفیت تضمین آمریت د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړۍ ربع کې، د یاد ولایت د ۶۰۵ تنو زده‌کوونکو تعلیمي اسناد تایید او په سیسټم کې ثبت شوي او ۱۲۹۷. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

دایکنډي

د دایکنډي ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي رحمت الله قندیلي د ودانیزو پروژو له یو شمېر اجرایوي چارواکو سره مشورتي غونډه وکړه او د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د ۱۷. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد او د یاد ولایت د ګیان ولسوالۍ علماءکرامو او د خلکو استازو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې، د لیستور لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.

د دې. . .

BACK TO NEWS