د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د کړنو لنډیز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۳
ذدپ

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د کیفیت تضمین آمریت د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړۍ ربع کې، د یاد ولایت د ۶۰۵ تنو زده‌کوونکو تعلیمي اسناد تایید او په سیسټم کې ثبت شوي او ۱۲۹۷ قطعې شهادتنامې چمتو او د وروستي تایید لپاره پوهنې وزارت ته واستول شوې.

سربېره پردې، د ځینو مدارسو نومونه په سیسټم کې داخل او د ۴۷۱ تنو زده‌کوونکو او د هغوی د والدینو نومونه د اړوندو ښوونځيو په رسمي اسنادو کې اصلاح شول.

همدارنګه، د ۸۴۲ تنو زده‌کوونکو لپاره سې پارچه سندونه هم تایید شوي دي.

دغه راز، د نویو شامل شویو ۳۱۸۷ تنو سامع زده‌کوونکو،د لیاقت او مشروط اسناد هم تایید شول.

د میدان وردګ پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د دې فعالیتونو ترڅنګ، د قوانینو او مقرراتو سره سم ګڼ‌شمېر نور اقدامات هم ترسره شوي او په تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي کیفیت لاښه‌والي په موخه پلې شوي، چې په راتلونکو راپورونو کې به خپاره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS