زموږ په اړه
په افغانستان کې د پوهنې لیدلورى
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العلمین والصلوة والسلام علی سید المرسلین وعلی آله واصحابه اجمعین.
اما بعد:
د پوهنې وزارت د افغانستان اسلامي امارت یو له مهمو او کلیدي وزارتونو څخه دی چې د هېواد د ښوونیز او روزنیز نظام د عمومي پالیسیو د جوړولو او تطبیق، د اسلامي شریعت د حکمونو او د هېواد د نافذه قوانینوسره سم د پوهنې د عامولو مسئولیت په غاړه لري. اساسي تعلیماتو، ثانوي دورې، څوارلسم ټولګي (دارالعلومونو، دارالمعلمینونو) پورې او سواد زدهکړې ته لاره هوارول، اسلامي زدهکړې تر څوارلسم ټولګي پورې ،عالیه او عالمیه درجو په کچه زمینه برابرول، د اسلام مقدس دین د حکمونو او علمي اصولو سره سم د ښوونیز واحد نصاب جوړول، په هېواد کې د بې سوادۍ له منځه وړلو په موخه د اغېزمنو برنامو طرحه او تطبیق، د کوچیانو او ټولنې د ټولو قشرونو لپاره د ښوونې او روزنې او اسلامي زدهکړو اسانتیاوې برابرول، په هېواد کې د ښوونې او روزنې بهیر د پرمختګ او خصوصي ښوونیزو او رزونیزو بنسټونو د پراختیا، ملاتړ او څارنې په موخه د ښوونکو روزنه او د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړول د دې وزارت له مهمو دندو څخه شمېرل کېږي.
د پوهنې وزارت تشکیل ۳۸۹۲۰۰( درې سوه نهه اتیا زره او دوه سوه) بسته دی چې له دې جملې څخه ۲۴۶۰۴۷ (دوه سوه شپږ څلوېښت زره اووه څلوېښت) د ښوونکو بستونه، ۱۱۶۳۱(یوولس زره شپږ سوه یو دېرش) د اداري کارکوونکو بستونه، ۳۶۴۴۸ (شپږدېرش زره څلورسوه آته څلوېښت) د خدماتي کارکوونکو(۷ او ۸) بستونه دي.
د پوهنې وزارت د خپلو پروګرامونو او مسئولیتونو اغېزمن پلي کولو له امله د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي، کوم چې د یاد وزارت د دفتر لوی ریاست سربېره، د څلورو معینیتونو (اسلامي زدهکړو، ښوونې او روزنې، مالي او اداري او کیفیت تضمین معینیتونو) لخوا په خپلو اړوندو کاري برخو کې ترسره شوي دي.