سوال او ځواب

د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتبار بښولو ریاست

د شهادتنامو د ترتیب او جوړښت په اړوند کره معلومات شهادتنامې په څلورو برخو ویشل کیږي:

  1. د دولتی ښونځیو شهادتنامې (ګروپي شهادتنامې)
  2. متفرقه شهادتنامې
  3. د خصوصي ښونځیو شهادتنامې
  4. د بیرون مرز ښونځیو شهادتنامې

 

  1. د دولتی ښونځیو شهادتنامې (ګروپي شهادتنامې)

د 1391 لیږدیزلمریزکال څخه راپدې خوا دهیواد مرکز او ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د شهادتناموسپینې پاڼې د فارغو زده کونکو د شمیر په نظر کې نیولو سره ویشل شوې دي چې  دجوړښت او اجرا پروسه یې په لاندې توګه څیړل کیږي:

  • د ښونیزکال په درشل کې دښونځي اداره د دولسم ټولګي د زده کونکوڅخه (200) افغانۍ دشهادتنامې قیمت ، پیژندپانې فوتو کاپی اوڅلورقطعې انځورونه راټولوي. دشهادتنامو پورې اړوند اسنادو دبشپړتیا څخه وروسته شهادتنامې د ولایت په کچه جوړیږي او د اړوند ادارو دکړنو د بشپړتیا څخه وروسته د ښونځي د اداری لخوا فارغو زده کونکوته ویشل کیږي اوفارغ زده کونکي پرته د استثنایی حالت (بورس) څخه نشي کولای د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتبار بښولو ریاست د شهادتنامې د جوړښت لپاره مراجعه وکړي.

 

  1. متفرقه شهادتنامې
    1. د مرکز څخه جوړې شوې متفرقه شهادتنامې
    2. د اړوند ولایت څخه جوړې شوې متفرقه شهادتنامې

 

    1. د مرکز څخه جوړې شوې متفرقه شهادتنامې
  • د شهادتنامې غوښتونکي د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتبار بښولو ریاست د عرایضوڅانګې ته د څلورو قطعو انځورونو او پیژند پاڼې د فوتوکاپي په لرلوسره مراجعه کوي او د پیژندګلوۍ ځانګړې پاڼه ډکوي.
  • د شهادتنامې د دوه سوه(200) افغانۍ قیمت اویا دمثنی شهادتنامې دڅلورسوه (400) افغانۍ قیمت لپاره د م (25) پاڼه د شهادتنامې غوښتونکي ته جوړیږي او د تحصیلی مدیریت له لارې یې د دولت حساب ته تسلیموي.
  • د عرایضو په څانګه کې د شهادتنامې د غوښتونکي اسناد ثبت او د بیا راتګ ټوکن ورکول کیږي.
  • د ټاکلې نیټې سره سم د شهادتنامې غوښتونکي ته شهادتنامه ورکول کیږي.

2.2   د اړوند ولایت څخه جوړې شوې متفرقه شهادتنامې

  • د شهادتنامې غوښتونکي دغوښتنلیک په مټ د څلورقطعو انځورونو اوپیژندپاڼې د فوتوکاپي په لرلوسره د اړوند ولایت د پوهنې ریاست ته مراجعه کوي .
  • په ځانګړي ډول ورته شهادتنامه جوړیږي اود شهادتنامې د قیمت د بانک آویز او مکتوب سره یوځای یې مرکز ته را استوي.
  • شهادتنامه د عرایضوپه مدیریت کې ثبت او د شهادتنامې غوښتونکي ته د بیا راتګ ټوکن جوړیږي.
  • د ټاکلې نېټې سره سم د شهادتنامې غوښتونکي ته شهادتنامه ورکول کیږي.

3.  د خصوصي ښونځیو شهادتنامې

    1. د خصوصي ښونځیو (ګروپي) شهادتنامې چي د ولایتونو له لارې جوړې اوطی مراحل کیږي:
    2. د خصوصي ښونځیو انفرادی شهادتنامې چې د ولایتونوله لارې جوړیږي:

3.1   د خصوصي ښونځیو (ګروپي) شهادتنامې چي د ولایتونو له لارې جوړې اوطی مراحل کیږي:

د 1391 لیږدیز لمریز کال څخه راپدې خوا دهیواد مرکز او ولایاتو پوهنې ریاستونو ته د خصوصي ښونځیو د شهادتنامو سپینې پاڼې د فارغو زده کونکو د شمیر په نظر کې نیولو سره ویشل شوې دي چې د جوړښت او اجرا پروسه یې په لاندې توګه څیړل کیږي:

  • د ښونیز کال په درشل کې د خصوصی ښونځي اداره د دولسم ټولګي د زده کونکو څخه (200) افغانۍ د شهادتنامې قیمت، پیژندپانې فوتو کاپی اوڅلور قطعې انځورونه راټولوي. دشهادتنامو پورې اړوند اسنادو د بشپړتیا څخه وروسته شهادتنامې د ولایت په کچه جوړیږي او د اړونده ادارو د کړنو د بشپړتیا څخه وروسته د ښونځي د اداری لخوا فارغو زده کونکو ته ویشل کیږي او فارغ زده کونکي پرته د استثنایی حالت (بورس) څخه نشي کولای د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتبار بښولو ریاست د شهادتنامې د جوړښت لپاره مراجعه وکړي

 

    1. د خصوصي ښونځیو انفرادی شهادتنامې چې د ولایتونوله لارې جوړیږي:
  • د شهادتنامې غوښتونکی د غوښتنلیک په مټ د څلور قطعو انځورونو اوپیژندپاڼې د فوتوکاپی په لرلو سره د اړوند ولایت د پوهنې ریاست ته مراجعه کوي .
  • په ځانګړي ډول ورته شهادتنامه جوړیږي او د شهادتنامې د قیمت د بانکی آویز او مکتوب سره یوځای یې مرکز ته را استوي.
  • شهادتنامه د عرایضو په مدیریت کې ثبت او د شهادتنامې غوښتونکي ته د بیا راتګ ټوکن جوړیږي.
  • د ټاکلې نېټې سره سم د شهادتنامې غوښتونکي ته شهادتنامه ورکول کیږي.
  • که چیرې د شهادتنامې دغوښتونکي شهادتنامه د مرکز له لارې جوړه او اجراکیږي نو د څلورو قطعو انځورونو او د پیژند پاڼې د فوتوکاپی په لرلوسره  به د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتبار بښولو ریاست ته مراجعه کوي او اسناد به یې د عرایضو په څانګه کې ثبت کیږي.
  • د شهادتنامې د دوه سوه (200) افغانۍ قیمت او د مثنی شهادتنامې د څلورسوه (400) افغانۍ قیمت لپاره د م (25) پاڼه د شهادتنامې غوښتونکي ته جوړیږي او د تحصیلی مدیریت له لارې یې د دولت حساب ته تسلیموي.
  • د عرایضو په څانګه کې د شهادتنامې د غوښتونکي اسناد ثبت او د بیا راتګ ټوکن ورکول کیږي.
  • د ټاکلې نیټې سره سم د شهادتنامې غوښتونکي ته شهادتنامه ورکول کیږي.

4.    د بیرون مرز ښونځیو شهادتنامې

    1. د خارج مرز د ښونځیو ګروپي شهادتنامې
    2. د خارج مرز د ښونځیو انفرادي شهادتنامې

 

4.1     د خارج مرز د ښونځیو ګروپي شهادتنامې

د 1391 لیږدیز لمریز کال څخه راپدې خوا د هرکال په پام کې نیولو سره په کویټه او پیښور کې میشت د پوهنې وزارت نماینده ګیو ته د شهادتنامو سپینې پاڼې د فارغو زده کونکو د شمیر په نظر کې نیولو سره ویشل شوې دي چې د جوړښت او اجرا پروسه یې په لاندې توګه څیړل کیږي:

  • د ښونیز کال په درشل کې د ښونځي اداره د دولسم ټولګي د زده کونکو څخه د شهادتنامې قیمت (200) افغانۍ، پیژندپانې فوتو کاپی او څلور قطعې انځورونه راټولوي. دشهادتنامو پورې اړوند اسنادو د بشپړتیا څخه وروسته شهادتنامې د پوهنې د آتشې په کچه جوړیږي او د اړونده ادارو د کړنو د بشپړیدو څخه وروسته د ښونځي د اداری لخوا فارغو زده کونکو ته ویشل کیږي او فارغ زده کونکي پرته د استثنایی حالت (بورس) څخه نشي کولای د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتباربښولو ریاست د شهادتنامې د جوړښت لپاره مراجعه وکړي.

4.2     د خارج مرز د ښونځیو انفرادي شهادتنامې

  • د شهادتنامې غوښتونکی د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتبار بښولو ریاست د عرایضو څانګې ته د څلورو قطعو انځورونو او پیژند پاڼې په لرلو سره مراجعه کوي او د پیژندګلوۍ ځانګړې پاڼه ډکوي.
  • د شهادتنامې د دوه سوه (200) افغانۍ قیمت او د مثنی شهادتنامې د څلورسوه (400) افغانۍ قیمت لپاره د م (25) پاڼه د شهادتنامې غوښتونکي ته جوړیږي او د تحصیلی مدیریت له لارې یې د دولت حساب ته تسلیموي.
  • د عرایضو په څانګه کې د شهادتنامې د غوښتونکي اسناد ثبت او د بیا راتګ ټوکن ورکول کیږي.
  • د ټاکلې نیټې سره سم د شهادتنامې غوښتونکي ته شهادتنامه ورکول کیږي.

 

د بورسونو د نوماندانو شهادتنامې:

هغه فارغ زده کونکي چې بورس ته نوماند وي دنتایجو د جدول د شتوالي په صورت کې کولای شي د لاندې شرایطوپه بشپړولوسره خپله شهادتنامه ترلاسه کړي:

الف: د نتایجو د جدول د شتون په صورت کې:

ب: د نتایجو د جدول د نه شتون په صورت کې:

الف: د نتایجو د جدول د شتون په صورت کې:

  1. د بورس نوماند باید د دولتی ادارې لخوا په رسمی بڼه معرفی شوي وي.
  2. د بورس اسناد له ځانه سره ولري.

 د پورته شرایطو په بشپړولو سره د بورس نوماند کولای شي د څلور قطعو انځورونو، پیژند پاڼې فوتوکاپي سره د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتبار بښولو ریاست ته مراجعه وکړي د پیژند ګلوۍ د پاڼې د ډکولو او د شهادتنامې د قیمت (200) افغانیو د تحویلولو څخه وروسته خپل اسناد د عرایضو په څانګه کې ثبت او د بیا راتګ د ټوکن د ترلاسه کولو څخه وروسته په لنډ مهال کې خپله شهادتنامه واخلي.

 

مثنی شهادتنامه

هغه فارغ زده کونکي چې د شهادتنامې د ورکې په صورت کې مثنی شهادتنامې ته اړتیالري کولای شې خپله شهادتنامه د اړوند پوهنې ریاست او یا د شهادتنامو، تصدیق ورکولو اواعتبار بښولو ریاست له لارې د ورکې د اعلان په جوړه ولو، څلورو قطعو انځورونو او د مثنی شهادتنامې د څلورسوه (400) افغانۍ قیمت په تحویلو سره خپل اسناد ثبت او په لنډ مهال کې شهادتنامه واخلي.

 

د ( (CMISسیستم څخه د الکترونیکي شهادتنامو د ترتیب پروسه 

الف: د  ( (CMIS سیستم څخه د الکترونیکی (ګروپي) شهادتنامو د ترتیب پروسه

ب: د  ( (CMISسیستم څخه د الکترونیکی (انفرادی) شهادتنامو د ترتیب پروسه د بورس دنوماندانو لپاره

 

الف: د  ( (CMIS سیستم څخه د الکترونیکی (ګروپي) شهادتنامو د ترتیب پروسه

د الکترونیکی شهادتناموسیستم CMIS (د شهادتنامو اداري او معلوماتي سیستم) په 1396 لیږدیز لمریز ښونیز کال کې د کابل ښارد پوهنې ریاست په سطح خپل کارپیل کړاود یاد ریاست د 1396 لیزدیز لمریز ښونیز کال د فارغینو شهادتنامې د سیستم له لاری جوړې او وویشل شوې او په 1397 لیږدیز لمریز ښونیز کال کې (13) ولایتونه اوپه پاکستان (کویټه، پيښور) کې د پوهنې وزارت نمایندګۍ د الکترونیکی شهادتنامو په پلان کې شاملې شوې.

 

  1. کابل ښار
  2. د کابل ولایت
  3. هرات
  4. بلخ
  5. خوست
  6. ننګرهار
  7. کونړ
  8. لغمان
  9. کندهار
  10. وردګ
  11. پکتیا
  12. پنجشیر
  13. سمنګان
  14. پاکستان

د هغه ولایتونو د 1396 لیږدیز لمریز ښونیز کال د دولتی، خصوصی او همدارنګه د بیرون مرزی ښونځی چې په پلان کې شامل دي د فارغینو الکترونیکی شهادتنامې یې په لاندې ډول ترتیب او ویشل کیږي:

د ښونیز کال په بهیر کې د ښونځي اداره د دولسم ټولګی د زده کونکو څخه دوه سوه (200) افغانۍ د شهادتنامې قیمت د پیژندپاڼې فوتوکاپی او څلور قطعې انځورونه راټولوي او د اسناد د بشپړ تیا څخه وروسته شهادتنامې ترتیب او د کړنو د بشپړتیا څخه وروسته د ښونځي د ادارې لخوا فارغینو ته ویشل کیږي یاد ولایتونه او په پاکستان (کویټه او پښور) کې د پوهنې وزارت د نمایندګیو د اړوند ښونیز کال فارغین پرته له استثنایی حالت (بورس) څخه نشي کولای د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتبار بښولو ریاست د شهادتنامې د ترتیب لپاره مراجعه وکړي.

ب: د  ( (CMISسیستم څخه د الکترونیکی (انفرادی) شهادتنامو د ترتیب پروسه د بورس دنوماندانو لپاره

  1. د بورس نوماند باید د دولتی ادارې لخوا په رسمی بڼه معرفی شوي وي.
  2. د بورس اسناد له ځانه سره ولري.

د پورته شرایطو په بشپړولو سره د بورس نوماند کولای شي د څلور قطعو انځورونو، پیژند پاڼې فوتوکاپي سره د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتبار بښولو ریاست ته مراجعه وکړي د پیژند ګلوۍ د پاڼې د ډکولو او د شهادتنامې د قیمت (200) افغانیو د تحویلولو څخه وروسته خپل اسناد د عرایضو په څانګه کې ثبت او د بیا راتګ د ټوکن د ترلاسه کولو څخه وروسته په لنډ مهال کې خپله شهادتنامه واخلي.

 

هغه شهادتنامې چې د بهرنیو چارو وزارت سنګی ټاپې ته اړتیا لري:

هغه کسان چې په خپلو شهادتنامو کې د بهرنیو چارو وزارت د سنګی ټاپې په موخه د شهادتنامو، تصدیق ورکولو او اعتبار بښولو ریاست ته مراجعه کوي اړینه ده ترڅو د اصلی شهادتنامې فوتوکاپی له ځانه سره ولري وروسته له چک او کنترول څخه یې شهادتنامه په لست کې شاملیږي او په رسمي بڼه د بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي وروسته بیا اړوند کس ته د مکتوب شمېره ورکول کیږي تر څو د آسان خدمت شرکت سره خپله شهادتنامه تعقیب کړی.