All News
په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: د اومنې ولسوالۍ اړوند د احسن العلوم دیني مدرسې لپاره، د سیمې د خلکو په مالي همکارۍ د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ودانۍ جوړیږي. . .
د سرپل ولایت په اړوندو سیمو کې یوه دیني مدرسه جوړېږي
د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ په اړوندو کې د «حقانیه مدرسې» جوړولو چارې، د یادې ولسوالۍ د علمدوسته خلکو په مالي همکارۍ او هڅو، د ۵۵۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت په رسمي ډول پیل شوې.
د یاد. . .
د زابل ولایت په دوو ښوونځیو کې زدهکوونکو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې
د زابل ولایت مرکز قلات ښار اړوند د سرآسپ او رحمن مېنې ښوونځیو زدهکوونکو ته د شاوخوا ۵۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیاوې برابرې شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست. . .
په ننګرهار ولایت کې د کډوالو ماشومانو لپاره د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست، هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې معلومولو په موخه، د روان کال په پنځم او شپږم پړاو کې د ۱۱۳۰ ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .
د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي او اداري توکو مرسته وشوه
یو ځل بیا د یوه همکار بنسټ له لوري د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۱۸۱۵کڅوړو اداري او درسي توکو مرسته وشوه، چې ارزښت یې شاوخوا ۳۱ زره ډالرو ته رسېږي.
په یادو مرستو کې ۱۱۶کڅوړې اداري. . .
د هرات ولایت له پوهنې ریاست سره څه د پاسه نیم میلیون افغانۍ مرسته شوې
د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ علمدوسته اوسېدونکو د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې د خپلې ولسوالۍ له ښوونځیو سره تر ۵۵۰ زره افغانیو زیاتې نغدي مرستې کړې دي، چې دغه پیسې د. . .
په کونړ ولایت کې د ۱۲میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ په اړوندو کې د “بیبی نعیمه همت” منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې د علمپروره شخصیت ډاکټر. . .
پکتیا ولایت کې یو ښوونځي ترمیم شو
د پکتیا ولایت ځاځي آریوب ولسوالۍ اړوند د انجنیر خیال محمد لېسه، د ښوونځي د تعلیمي شورا او د سیمې علمپاله شخصیتونو په مالي مرسته د ۲۰۵ زره افغانیو په لګښت ترمیم او رنګمالي شوه.
د یاد. . .
په لوګر ولایت کې څه د پاسه ۵۰۰۰ راستنېدونکي ماشومان په ښوونځیو کې شامل شول
د لوګر ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل ولي متقي په وینا، هغه ۵ زره او ۲۱۰ تنه راستنېدونکي ماشومان چې بېرته هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت له ازموینې وروسته د یاد. . .
