په بغلان کې ښوونکو او زدهکوونکو ته د ښوونیزو توکو وېش لړۍ پیل شوه
د پوهنې وزارت له لوري د بغلان ولایت د پلخمري ښار او برکه، نهرین، بغلان جدید، دهنه غوري، دوشي او ډنډغوري ولسوالیو په ۱۵۴ ښوونځیو کې د ښوونکو او زدهکوونکو لپاره د ښوونیزو مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
دغه ښوونیزې کڅوړې د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ برابرې شوې، چې ۹۲۴ ښوونکو او ۲۷ زره زدهکوونکو ته به ووېشل شي.
د پورته ذکر شویو مرستو اساسي موخه ښوونکو او زدهکوونکو ته د ښوونیزو توکو او اسانتیاووبرابرول او د تدریسي بهیر پیاوړتیا ده.
