په کابل ښار کې د يو منځني ښوونځي د وړکتون او یو محراب جومات بيارغونې چارې د ۶۱۰ زره افغانیو لګښت سره بشپړې شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۵۰
lopnj
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني وايي: آتمې ښوونیزې ناحیې اړوند بي بي شمسو منځني ښوونځي په انګړ کې د یو محراب جومات او یو وړکتون بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ياد ښوونځي د جومات او وړکتون د ترميم چارې د همدغه ناحیې د اوسېدونکو له خوا تمویل شوې دي.
دغه راز د بیارغونې پروژه کې د لمريزې برېښنا سيسټم نصبول هم شامل دي، چې په بي بي شمسو ښوونځي کې فعال شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د تقویتي ټولګیو ښوونکو او زده‌کوونکو ته درسي مواد ووېشل شول

د لوګر ولایت پوهنې ریاست په مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو کې د ۲۰ بابه تقویتي ټولګیو ۲۰ تنو ښوونکو او ۶۰۰ تنو زده‌کوونکو ته درسي مواد توزیع کړل.
په دې درسي موادو کې د ښوونکو ته ۵ قلمه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په ۳ ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو مرکزونو د رغونې او ترمیم پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا؛ د یادې ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې سره سم، د همدغې ادارې د. . .

BACK TO NEWS