په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه
د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زدهکړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
په یادو روزنیزو برنامو کې به ګډونوالو ته د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې، تدریسي مهارتونو او د ښوونیز بهیر لا ښه والي په برخو کې اړینه روزنه ورکړل شي.
