په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۱۴
ظطلرطز

د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ اړوند سلیمان‌زائي لومړني ښوونځي لپاره د پنځو نویو درسي ټولګیو جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې درې جریبه ځمکه کې د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو، د علم‌پروره خلکو له مالي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل:« د یادو درسي ټولګیو ترڅنګ به یوه اداري خونه هم جوړه شي، چې په بشپړېدو سره به یې له ۲۵۰ څخه زیاتو زده‌کوونکو ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي».

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۴۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو شمېر مهم اقدامات ترسره کړل.
د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۳۸
Background image

د کابل ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو ستونزه حل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ باغ علم لېسې د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره د پاکو اوبو د نشتون ستونزې حل په موخه، د یوه خیریه بنسټ په مالي مرسته د ۶۳ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت په یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند سلطان شهاب‌الدین لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه د ځايي خلکو لخوا د ۱۴۰ زره افغانیو په مالي مرسته وکیندل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولین وایي:«د. . .

BACK TO NEWS