د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۴۸
طرطر

۱- د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا د لوی رئیس الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې ریاست له چارواکو، د ښوونکو د مسلکي پراختیا برخې غړو او د ساینس مرکز له مسوولینو سره د یاد ولایت د ښوونیزو چارو په اړه غونډه وکړه.

۲- د هلمند ولایت له ۲ بابه ښوونځیو سره د سیمه‌ییزعلم‌پرور شخصیت وکیل محمد خان له لوري ټولټال د ۱۸۱ قلمه لابراتواري توکو مرسته وشوه.

۳- د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ اړوند سلیمان‌زائي لومړني ښوونځي لپاره د پنځو نویو درسي ټولګیو جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې درې جریبه ځمکه کې د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت کېښودل شوه.

۴- د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ اړوند د مرکزي، منګل‌ها، رضاخېل‌ها او چوترې لېسو لپاره د کمپیوټر د عملي زده‌کړو په عصري وسایلو سمبال ټولګي، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل‌ولي متقي په حضور کې پرانیستل شول.

۵-د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو۴۱ تنو مدرسینو او ښوونکو ته د مسلکي پراختیا په موخه یو ورځنۍ روزنیزې برنامې ترسره شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۴۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو شمېر مهم اقدامات ترسره کړل.
د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۳۸
Background image

د کابل ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو ستونزه حل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ باغ علم لېسې د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره د پاکو اوبو د نشتون ستونزې حل په موخه، د یوه خیریه بنسټ په مالي مرسته د ۶۳ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت په یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند سلطان شهاب‌الدین لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه د ځايي خلکو لخوا د ۱۴۰ زره افغانیو په مالي مرسته وکیندل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولین وایي:«د. . .

BACK TO NEWS