د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس سرپل ولایت ته سفر وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۵۳
651651

د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا د لوی رئیس الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې ریاست له چارواکو، د ښوونکو د مسلکي پراختیا برخې غړو او د ساینس مرکز له مسوولینو سره د یاد ولایت د ښوونیزو چارو په اړه غونډه وکړه.
نوموړي د پوهنې ریاست د مسووولینو او کارکوونکو له هڅو ستاینه وکړه او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د ښوونې د کیفیت ښه والي او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د سرپل پوهنې رئیس مولوي رحمت‌الله جابر، د وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی سفر یې د ښوونیزو فعالیتونو د ارزونې، د همغږۍ پیاوړتیا او د ښوونکو د مسلکي پراختیا ملاتړ لپاره مهم وباله.
د سفر په پای کې، د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس د ښوونکو د وړتیا لوړونې له مسلکي ناستې، د پوهنې شوراګانو او د سرپل ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه. همدارنګه، د ښوونیز کیفیت ښه والي، د شته ستونزو د حل، د ښوونکو د مسلکي پراختیا د خدمتونوپراختیا او د مرکز او ولایت ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه د دواړو لوریو ترمنځ نظریات او وړاندیزونه شریک او لازمې مشورې وړاندې شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS