د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو
د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند سلطان شهابالدین لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه د ځايي خلکو لخوا د ۱۴۰ زره افغانیو په مالي مرسته وکیندل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولین وایي:«د دغه څاه په کیندلو سره سلګونو زدهکوونکو او د یادې لېسې کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو ستونزه هواره شوې ده.
