د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۴۱
dxd

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو شمېر مهم اقدامات ترسره کړل.
د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار اړوندو ۲۵ بابه خصوصي تعلیمي مرکزونو درسي بهیر وڅاره. د څارنې پر مهال د تعلیمي نصاب د تطبیق، نظم او ډسپلین، د ښوونیز چاپېریال، اخلاقي وضعیت او د سیرت او صورت اړوند موارد وارزول شول او د چارو لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
 په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د مرکزي ادارو د یو شمېر کارکوونکو سیرت او صورت هم وارزول شو او هغوی ته د دیني او وظیفوي مسوولیتونو په اړه اړینې سپارښتنې وشوې.
بل لور ته، د هېواد په کچه د ولایتونو د دعوت او ارشاد ادارو، د ولسوالیو پوهنې امریتونو، امارتي او خصوصي مدارسو، ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې د دعوت او ارشاد نصاب تدریسي بهیر په منظم ډول دوام لري.
دغه نصاب د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا، د ښوونیز چاپېریال د اصلاح او د زده‌کوونکو، ښوونکو او اداري کارکوونکو د فکري او اخلاقي روزنې په موخه وړاندې کېږي او د تعلیمي کیفیت لوړولو لپاره یې دوامداره څارنه ترسره کېږي.
د دعوت او ارشاد ریاست ټینګار کوي چې د سالم، منظم او اغېزمن ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو، د دیني او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا او د تعلیمي چارو لا ښه تنظیم لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې د ۳ نويو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد په وینا، د ياد ولایت د شخیل‌آباد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د مفتاح‌العلوم دیني مدرسې لپاره د درېیو نويو درسي خونو جوړولو چارې پیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د دیني مدارسو اداري مسوولینو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: "د اداري چارو کیفیت لوړولو په موخه، د ياد ولایت د ډیله او مټاخان ولسوالیو دیني مدارسو اړوندو ۵۳ تنو اداري مسوولینو لپاره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۱:۷
Background image

د کابل ښار دیني مدارسو ممتاز زده‌کوونکي تقدیر شول

د کابل ښار پوهنې ریاست د دیني مدارسو مخکښ زده‌کوونکي، چې د سیرت‌النبي "صلی‌الله‌علیه‌وسلم" په سیالیو کې یې ګډون کړی و، د یوې غونډې په ترڅ کې تقدیر کړل.
په ياده غونډه کې د کابل ښار پوهنې. . .

BACK TO NEWS