د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس د کابل ښار د یو شمېر ښوونځیو له لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۳۷
gd

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس استاد حبیب الله خالد، د یاد ریاست د ساینسي مضامینو له یو شمېر استادانو سره په ګډه، د آریانا (افغان-ترک ښوونځیو اړوند) او د کابل ښار د استقلال لېسو د درسي لابراتوارونو له خونو، وسایلو او اړینو درسي موادو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په يادو لیدنو کې د دغو لېسو له مسئولينو او زده کوونکو سره د مخامخ ناستو تر څنګ، د ښوونکو د تدريسي مېتودونو، درسي لابراتوارونو وضعيت، د لابراتوارونو د موادو او وسايلو د کمښت او نورو اړوندو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د هغوی د ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په موخه یې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

په ورته مهال د يادو لېسو مسئولينو د پوهنې وزارت د ساينس مرکز رئیس له ورتګ څخه هرکلي وکړ او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ، چې د هېواد بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې به تر خپله وسه پوره هلې ځلې وکړي او د معیاري تدریس لپاره به له اساسي تدریسي وسایلو څخه په لاښه توګه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیکا ولایت کې څه د پاسه ۲.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې جوړولو چارې پیل شوې

د "جامعة الطیبه" دیني مدرسې ودانیزې چارې، چې څه موده وړاندې د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ په اړوند کې د ۲.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال د پوهنې ریاست مسئولینو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي مرکزونو اداري پروسو ساده‌کولو د طرحو په اړه معلوماتي سیمینار جوړ کړ

د کابل ښار پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري پروسو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۲
Background image

په دیني مدارسو کې د اسلامي امارت د مسئولینو د تدریس په اړه د مشرتابه عالي مقام د حکم په اړه د پوهنې وزارت وضاحت

بسم الله الرحمن الرحیم

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت تل هڅه کوي تر څو د پوهنې بهیر معیاري او با کیفیته کړي، تدریسي چارې منظمې او استاذان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي. په دې لړ کې د دیني مدارسو. . .

BACK TO NEWS