د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي مرکزونو اداري پروسو سادهکولو د طرحو په اړه معلوماتي سیمینار جوړ کړ

د کابل ښار پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري پروسو په اړه یو معلوماتي سیمینار ترسره کړ.
د یاد سیمینار د پرانیستې مراسمو کې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني، د اداري اصلاحاتو د پروسو ساده کولو مرستیال ښاغلي مفتي فرید الله غزنوي او د تعلیمي ناحیو آمرینو ګډون درلود.
د کابل ښار پوهنې رئیس په خپله پرانیستونکې وینا کې، ګډونوالو ته د ښه راغلاست پرمهال، د آجنډا په اړه د مفصلې وینا ترڅنګ خپل رضایت څرګند کړ او زیاته یې کړه چې دې اقداماتو اداري چارې اسانه کړې دي.
نوموړي د کابل ښار د ۱۶ ګونو تعلیمي ناحیو آمرینو ته په خطاب کې وویل: د دغه سیمینار منځپانګې پورې اړوند مسایل په خپلو اداري څانګو کې پلي کړئ.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ساده کولو پروسې مرستیال د همدغه سیمینار موخې او نور مهم اړخونه تشرېح کړل او د یو شمېر ساده شویو پروسو په اړه یې اړین معلومات وړاندې کړل.
یاد روزنیز سیمینار د دغه ریاست د مسلکي روزونکو لخوا وړاندې شو، چې پر بنسټ به یې د تعلیمي مرکزونو په اداري چارو کې ډیرې اسانتیاوې رامنځته شي، ترڅو مراجعین وکولی شي، خپل اړوند اسناد په خپل ټاکلي وخت او اسانه ډول له اداري پړاوونو تېر کړي.