د بامیان ولایت په کلیو پراختیا ریاست کې د سواد‌زده کړې ټولګی پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۲:۰
215

د پوهنې او د کلیو پراختیا وزارتونو ترمنځ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په کلیو پراختیا ریاست کې د سوادزده کړې ټولګی جوړ او فعال کړ.

په یاد ټولګی کې به د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا د یاد ولایت د کلیو پراختیا ریاست هغو خدماتي کارکوونکو ته چې د سواد زده‌کړې له نعمت څخه محروم شوي دي، د لیک لوست برخه کې روزنه ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS