په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علمپرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ ۱۴ درسي او اداري خونې لري او له نورو اړینو ملحقاتو سره یې د دیني علومو زدهکړې لپاره زدهکوونکو ته مناسب چاپېریال برابر کړی دی.
