په دیني مدارسو کې د اسلامي امارت د مسئولینو د تدریس په اړه د مشرتابه عالي مقام د حکم په اړه د پوهنې وزارت وضاحت

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۲
12

بسم الله الرحمن الرحیم

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت تل هڅه کوي تر څو د پوهنې بهیر معیاري او با کیفیته کړي، تدریسي چارې منظمې او استاذان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي. په دې لړ کې د دیني مدارسو په برخه کې ځینې ستونزې موجودې وې، چې د پوهنې وزارت مسئولینو یادې ستونزې له عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی سره شریکې کړې. د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی هدایت دا وو چې تاسې ددې ستونزو د حل لپاره یو طرزالعمل ترتیب او مونږ ته یې د منظوري لپاره را ولېږئ.

دهمدې هدایت د تعمیل په موخه، د پوهنې وزارت له خوا طرزالعمل ترتیب او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا منظور شو چې بیا د پوهنې وزارت له خوا ټولو امارتي ادارو او وزارتونو ته رسما ولېږل شو. ځینو کسانو ددې طرزالعمل له ځینو موادو څخه داسې ناسم تعبیر کړی دی چې ګواکې مسئولین په هیڅ صورت نه شي کولای تدریس وکړي او په دې اړه ځیني ټلیفوني پیغامونه هم خپاره شوي چې د یاد طرزالعمل مواد پکې په ناسم ډول توضیح شوي دي.

د دې موادو اصلي وضاحت دا دی چې مسئولین له خپل مسئولیت سره سره نه شي کولاي په مدرسه کې تدریس هم وکړي، البته د وخت او فرصت په درلودلو سره هغوی په خصوصي ډول قبل الوقت یا بعدالوقت په وزارتونو، ادارو یا کور کې تدریس کولای او له علم سره خپل تعلق ساتلای شي.

والسلام

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۲:۳
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

د سرپل ولایت پوهنې ریاست لخوا د "۱۴۰۴ کال عملیاتي پلان د موخو د پرمختګ پلي کولو او تشرېح" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د څارنیز مدیریت روزونکو په همکارۍ، د پوهنې ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۲:۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ښوونځیو د ښوونکو او مدیرانو د مسلکي وړتیا لوړولو لپاره «د عملي درسونو څارنه» یو اغېزمن ګام دی

د "کوچنګ" پروګرام، چې په ټولګیو کې د ښوونکو د تدریس څارنه او مشاهده کول پکې شامل دي، د میدان وردګ ولایت په ناصریان، حامد کرزي، حضرت علي او حضرت عباس ښوونځيو کې "د مدیرانو، سرښوونکو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۲:۰
Background image

د بامیان ولایت په کلیو پراختیا ریاست کې د سواد‌زده کړې ټولګی پرانیستل شو

د پوهنې او د کلیو پراختیا وزارتونو ترمنځ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په کلیو پراختیا ریاست کې د سوادزده کړې ټولګی جوړ او فعال کړ.

په یاد ټولګی کې به د. . .

BACK TO NEWS