په میدان وردګ ولایت کې د ۱۰ بابه ښوونځيو بیارغونې کارونه پیل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۵۴
شسیش

د میدان وردګ ولایت په نرخ، چک، سیدآباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د ۲۱.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې، د پوهنې رئیس او چارواکو په جضور کې پیل شوې.

د میدان وردګ پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت د یادو پروژو د پرانیستلو پر مهال وویل: دغه پروژې له پوهنې سره د همکارې ادارې په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې پکې احاطوي دېوالونه، پیاده روونو ترمیم، د ودانیو رنګول، د څښاک پاکو اوبو برابرول او نور اړین ملحقات شامل دي.

د پوهنې وزارت تل هڅه کوي چې د هېواد د ماشومانو لپاره خوندي او معیاري تعلیمي چاپېریال چمتو کړي؛ ترڅو په تعلیمي مرکزونو کې د زده‌کړې او روزنې کیفیت لاپسې ښه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

په خوست ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونه پیل شوه

د خوست ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۰۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ښوونځیو بیارغونه د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د درېیو درسي خونو جوړول پیل شول

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په کمال خېل کلي کې د کمال خېل ښوونځي لپاره د درېیو درسي خونو جوړول په رسمي ډول د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شول.

یاد ټولګي به د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د پکتیکا ولایت په یو ښوونځي کې څو پروژې بشپړې شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ځایي خلکو په مالي مرسته، د ۱۲۴ زره افغانیو په لګښت د ژورې څاه کیندلو، لمریزو تختو نصبولو او نورو اړوندو تخنیکي تجهیزاتو پروژې بشپړې کړې، چې په پایله کې یې د. . .

BACK TO NEWS