د پوهنې وزير ښاغلي ډاكټر محمد میرویس بلخي په هغه لیدنه کې، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له مشرې آغلې هوا علم نورستاني سره يې درلوده په راتلونکو ټاکنو کې يې د دې وزارت پر بي طرفۍ ټینګار وكړ.

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۰ - ۱۷:۲۰
د پوهنې وزير ښاغلي ډاكټر محمد میرویس بلخي په هغه لیدنه کې، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له مشرې آغلې هوا علم نورستاني سره يې درلوده په راتلونکو ټاکنو کې يې د دې وزارت پر بي طرفۍ ټینګار وكړ.

پدې لیدنه کې، چې د پوهنې وزارت په مقر کې ترسره شوه دواړو لوريو د جمهوری ریاست راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې اترې وکړې

ښاغلي بلخي پدې لیدنه کې د پوهنې وزارت اصلي دنده د افغانستان ماشومانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې خدمت وباله او زیاته یې کړه، چي د ښوونې او روزنې پرمختګ ته پاملرنه یو بي طرفه او غیر سیاسي اصل ته اړتیا لري.

د دې لیدنې په ترڅ کې آغلې هوا علم نورستاني د جمهوري ریاست ټاکنو په برخه کې د ټاکنو خپلواک کميسیون وروستۍ کړنې او پرمختګونه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریكې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS