په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه
د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علمپالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دغه کمپیوټرخونه کې ۲۰ کمپیوټرونه، مېزونه، څوکۍ، فرشونه او د برېښنا ځانګړی لمریز سیسټم برابر شوی دی.
د یاد نوښت اساسي موخه زدهکوونکو ته د کمپیوټر زدهکړې د اسانتیاوو برابرول او د ښوونیز بهیر لا پیاوړتیا ده.
