د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين له يو شمېر مجويدينو او قاريانو سره مشورتي غونډه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۱۷
21251

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د تخصصي تجويد او د قرآنکريم د حسن‌قرائت د ودې په موخه له يو شمېر مجويدينو او قاريانو سره مشورتي غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د اسلامي زده‌کړو معين مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تجويد او قرائت د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: «د تخصصي تجويد او د قرآنکريم د ښه تلاوت د ودې په موخه د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو په معينيت کې ځانګړې مرجع رامنځته شوې، چې په ځانګړي ډول به د ملک په کچه د قاريانو او مجويدينو د تجويد او حسن‌قرائت د پياوړتيا، روزنې او ملاتړ لپاره کار کوي».
نوموړي زياته کړه، لکه د نورو برخو په څېر تر اوسه په یاده برخه کې بنسټيز او اغېزناک کار نه دی ترسره شوی، نو اړينه ده چې دې برخې ته جدي پام وشي او د عملي ګامونو په اخيستو سره يې د ودې لپاره هڅې وشي.
وروسته يو شمېر قاريانو او مجويدينو د غونډې د موضوع په تړاو خپل نظرونه وړاندې او د اسلامي زده‌کړو معينيت له دغې پرېکړې یې هرکلی وکړ.
په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو ته د تخصصي تجويد لارښود او نصاب ووېشل شو او له هغوی څخه وغوښتل شول چې د دغه لارښود لا بډاينې په موخه خپل وړانديزونه شريک کړي.
غونډه په دعائيې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې چارې پیل شوې

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې د څلورو پروژو د چارو له پیل څخه خبر ورکړی او وایي چې د دغو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار د یو شمېر مدارسو له څلورنیم میاشتنیو ازموینو څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس محترم الحاج مفتي محمد یوسف ثاقب، د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د سید المرسلین دیني مدرسې او د ترتیل القرآن دارالحفاظ د څلورنیم میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د بامیان ولایت ښوونځیو ته د څه باندې ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښوونیزو توکو وېش پیل شو

د بامیان ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د ۴۱ میلیونه، ۲۱۷ زره او ۹۵ افغانیو په ارزښت د ۱۹۹۵ ښوونیزو او مرستندویه توکو وېش پیل شو.
په یادو مرستو کې د ښوونکو لپاره د ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS