د جوزجان ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې چارې پیل شوې
د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې د څلورو پروژو د چارو له پیل څخه خبر ورکړی او وایي چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به له ۱۵۰۰تنو څخه زیاتو زدهکوونکو ته د غوره ښوونیز چاپېریال زمینه برابره شي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعلجان راشد وایي:« دغه پروژې د ۹ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پلې کېږي».
په دغو پروژو کې د درسي ټولګیو جوړول او ترمیم، د احاطوي دېوالونو رغول، د معیاري دروازو لګول، د اوبو څاه کیندل، د لمریزې برېښنا د سیسټمونو او د اوبو د تصفیوي وسایلو نصبول، د ماشومانو د لوبو د میدانونو جوړول او د ښوونځیو نورې اړینې رغنیزې چارې شاملې دي.
