د بامیان ولایت ښوونځیو ته د څه باندې ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښوونیزو توکو وېش پیل شو
د بامیان ولایت د ښوونځیو زدهکوونکو او ښوونکو ته د ۴۱ میلیونه، ۲۱۷ زره او ۹۵ افغانیو په ارزښت د ۱۹۹۵ ښوونیزو او مرستندویه توکو وېش پیل شو.
په یادو مرستو کې د ښوونکو لپاره د ښوونیزو مرستندویه توکو کڅوړې، د زدهکوونکو لپاره قرطاسیه، د ښوونځي بکسونه او اداري کڅوړې شاملې دي.
دغه مرستې د یوه همکار بنسټ له لوري برابرې شوې او اوسمهال یې د بامیان ولایت ښوونکو او زدهکوونکو ته منظم وېش پیل شوی دی.
