فاریاب ولایت کې د ۱۸ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۰
646

د فاریاب ولایت پشتون‌کوټ ولسوالۍ اړوندو کې "د منطقه سبز معارف" لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې کارونه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې لخوا پیل شوي وو، اوس بشپړه او د پوهنې وزارت د لوړ پوړي ستر سلاکار محترم سیدغیاث‌الدین آغا، ولایتي چارواکو او د سیمه‌ییزو مخورو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مراسمو په پیل کې، د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار د علم او پوهې د ارزښت، د جهاد اهمیت او د اسلامي امت ترمنځ د تعصب منفي اغېزو په اړه د خبرو کولو پرمهال، ګډون‌والو ته د یووالي او خواخوږۍ بلنه ورکړه او له خلکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.
د ښوونځي  دغه نوې ودانۍ چې ۱۳ درسي ټولګي، اداري خونه، ازمویښتون، احاطوي‌دېوال، د څښاک پاکو اوبو څاه او نور اړین محلقات لري، په ۲ پوړونو کې جوړه شوې او ۱۸،۶۵۸ مېلیونه افغانۍ لکښت پرې راغلی دی.
د فاریاب ولایت پوهنې چارواکو په وینا، د یادې ودانیزې پروژې په بشپړېدو سره د زده‌کوونکو لپاره مناسب او خوندي تعلیمي چاپېریال برابر شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۲
Background image

پکتیکا کې د ښوونکو او سرښوونکو د وړتیا لوړونې درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د پکتیکا ولایت د مټاخان، خوشامند، جاني‌خېل او وازې‌خوا ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو ۶۰ ښوونکو او ۱۵سرښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې درې ورځنۍ برنامه پیل شوه.
د یادې برنامې بنسټیزه موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۰
Background image

په لوګر کې له یوې لېسې سره ۴۰۰ ډالره نغدي مرسته وشوه

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند زاهدآباد کلي د محمدجان خان هلکانو لېسې سره د شهید محمدجان خان کورنۍ له لوري ۴۰۰ امریکايي ډالره نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته به د لېسې د کمپیوټر خونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

BACK TO NEWS