پکتیکا کې د ښوونکو او سرښوونکو د وړتیا لوړونې درې ورځنۍ برنامه پیل شوه
د پکتیکا ولایت د مټاخان، خوشامند، جانيخېل او وازېخوا ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو ۶۰ ښوونکو او ۱۵سرښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې درې ورځنۍ برنامه پیل شوه.
د یادې برنامې بنسټیزه موخه د ښوونکو او سرښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د تدریسي مهارتونو پیاوړتیا او د ښوونې او روزنې کیفیت ښه کول دي.
