د پکتیکا ولایت د تعلیمي مرکزونو ۶۲ تنو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۰
sad

یاد سیمینار چې د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست لخوا د اداري پروسو سره د اجرایوي مدیرانو او نورو اداري منسوبینو د بلدتیا او د دوی د کاري مهارتونو لاښه والي په موخه تنظیم شوی و، د یاد ریاست د دوو تجربه لرونکو کارکوونکو لخوا تدریس او د رسمي مکتوبونو او مکاتیباتو، د اسنادو مدیریت او د اداري پروسو ښه کولو په څیر موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې ګډون‌والو د پوهنې وزارت د مشرتابه ستاینه وکړه، په راتلونکي کې یې د ورته روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه، ترڅو هغوی وکولی شي خپلې دندې په اغېزمنه توګه ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۳۴
Background image

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست ته د سواد زده‌کړې ۵۰۰ ټوکه درسي کتابونه ورکړل شول

د بدخشان ولایت د سواد زده‌کوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ۵۰۰ ټوکه درسي کتابونه د یوې همکارې ادارې لخوا د یاد ولایت پوهنې ریاست ته ورکړل شول.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست رهبري دغه مرسته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۳۳
Background image

په بدخشان ولایت کې د یو باب ښوونځی د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شو

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند د قلعه ظفر لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې چارواکو او مسئولینو لخوا کېښودل شوه.

یاده ودانۍ چې د خلکو په مرسته د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۳۰
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت خیبر ولسوالۍ اړوند د رهي ابدال لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۱۵.۸۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه اوسمهال. . .

BACK TO NEWS