په بدخشان ولایت کې د یو باب ښوونځی د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شو

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند د قلعه ظفر لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې چارواکو او مسئولینو لخوا کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د خلکو په مرسته د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو نیم جرېب ځمکې په ساحه کې جوړېږي، له اړینو اسانتیاوو سربېره به شپږ درسي خونې ولري.
د ارګو ولسوالۍ پوهنې چارواکو د دغه ښوونځي جوړول د ماشومانو د تعلیمي کچې لوړولو لپاره ارزښتناک وګڼل او زیاته یې کړه، هیله ده تر څو د خلکو او چارواکو په ملاتړ سره په دې سیمه کې د ښوونې او روزنې کیفیت لاپسې ښه شي.
همدارنګه د بدخشان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد په ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو جوړول د پوهنې مشرتابه د جدي هوډ نښه وګڼله کوم چې د هېواد ټولو ماشومانو ته یې مساوي تعلیمي فرصتونه برابر کړي دي.