په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت خیبر ولسوالۍ اړوند د رهي ابدال لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۱۵.۸۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه اوسمهال بشپړه او په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې مسئولینو او چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی، چې د خلکو لخوا په وقف شوې ۴۰۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، شپږ درسي خونې، د اوبو رسولو سیسټم، لمریزه برېښنا، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات لري.
د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د پوهنیز سیسټم پراختیا او خوندي تعلیمي چاپېریال چمتو کولو په اړه خبرې وکړې او د ښوونځیو د ودانیو جوړول یې د ښوونیز کیفیت لاښه والي لپاره خوار مهم وبلل.
د سیمې اوسېدونکو هم په خپل ګاونډ کې د ښوونځي جوړولو څخه خوښي څرګنده او د هېواد د تعلیمي سیسټم پیاوړتیا لپاره یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.