د خوست ولایت ښوونځیو ته د ۴ زره کڅوړو څخه د زیاتو درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

د خوست ولایت پوهنې ریاست د هغو درسي مرستو وېش پیل کړ، کوم چې د یوې همکارې ادارې لخوا د یاد ولایت ښوونځیو ته ورکړل شوې دي.
په دغو مرستو کې د صنفي اصولو درسي کتابونه، د ښوونکو تدریسي لارښود کڅوړې، د زدهکوونکو لارښوودونه، اداري کڅوړې او مارکر قلمونه شامل دي.
د همدغو توکو د وېش پیل په مراسمو کې، د خوست پوهنې رئیس محترم مولوي فیض الله جمال حقاني د مرستندویه بنسټ څخه مننه څرګنده او ویې ویل، "دا مرسته به د ښوونکو او زدهکوونکو د مسلکي او تعلیمي اړتیاوو لویه برخه پوره او د ښوونځیو ستونزې حل کړي."
د پوهنې وزارت مشرتابه، د همکارو ادارو له مادي او معنوي مرستو مننه او قدرداني کوي.