د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست علمي غړو لپاره میتودیکي ورکشاپ جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۲۹
cxvc
د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري لخوا، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ۸۳ تنو علمي غړو ته د چمتوالي میتودیکي ورکشاپ پرانیستل شو.
د یاد ورکشاپ د پرانیستلو په مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې رئیس، د تدریسي کیفیت لاښه والي په موخه د کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښوونکو د کاري وړتیاوو درلودلو اهمیت ته اشاره وکړه او د ورکشاپ ګډون والو ته یې د خپلو مسئولیتونو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې د یاد ورکشاپ له منځپانګې څخه غوره ګټه پورته کړي.
د یادونې وړده، چې دغه پروګرام د هېواد د ۲۲ ولایتونو د مرکز او ولسوالیو د ښوونیزو مرکزونو د ۲۵۰۰۰ آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو د شوراګانو لپاره په لاره اچول شوی، چې ګډون والو ته به د لومړنیو ټولګیو د زده کوونکو اړوند علمي او میتودیکي تدریس طریقې ور وښودل شي.
د غونډې ګډون والو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د میتودیکي او علمي ورکشاپونو د پیل هرکلی وکړ او په یاده برخه کې یې د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS