په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د پکتیکا ولایت زرغونشهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وويل، چې په دیني مدرسو کې د جوماتونو جوړول به زدهکوونکو ته د عبادت، زدهکړې او معنوي روزنې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
