د بلخ ولایت مرکز او یو شمېر ولسوالیو ته د پوهنې وزارت د سرپرست درې ورځنی سفر پای ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۳۹
55465

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، بلخ ولایت ته د خپل درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت په مرکز سربېره د مارمل، دهدادي، نهرشاهي، بلخ او دولت آباد ولسوالیو ته ولاړ او هلته یې د پوهنې آمرینو، مسئولینو، علماوو او منسوبینو ته د پوهنیز کیفیت لوړوالي، پرمختګونو او ښوونیز وضعیت د لا ښه والي په تړاو اړینې سپارښتنې وکړې.

دغه راز نوموړي د پوهنې ریاست د سیمه ایزو مسئولینو او منسوبینو یو لړ وړاندیزونه، نظریات او شته ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې د یادو ستونزو او ننګونو د حل په برخه کې به لازمه همکاري کوي.

په پای کې د یاد ولایت پوهنې رياست مسئولینو د پوهنې وزارت د سرپرست ته د یاد وزارت د ټولو کړنلارو او سپارښتنو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت سرپرست بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په درشل کې، د ۹ بابه ښوونیزو بنسټونو ودانۍ د ۱۵۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستلې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS