د کابل ولايت د تغر سفلی ښوونځي د لېږد په تړاو مشورتي غونډه ترسره شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۴:۴۳
یبل

د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې د یو چینایي شرکت له لوري د عینک د مسو د دویم کان د کار له پیل سره سم، په یاد ځای کې د تغرسفلې د ښوونځي موقعیت د دې کان کیندنې د پلي کېدو مخه نیولې.

له همدې امله، پورتني قراردادي شرکت د پوهنې وزارت څخه غوښتنه کړې، چې یاد ښوونځی دې په مشروط ډول د یاد شرکت له لوري بل ځای ته ولېږدوي.

په همدې موخه نن د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ مشورتي غونډه ترسره شوه، چې پکې د یاد وزارت د ملکیتونو د ساتنې او ودانیو د ترمیم، د لومړنیو او ثانوي زده کړو، څارنې او ارزونې ریاست مسئولینو او د یو شمېر نورو اړوندو ادارو استازو ګډون درلود.

په دې غونډه کې د يادې ادارې مسئولينو د شرکت له استازو سره د ښوونځي د لېږدونې د څرنګوالي او د هغو دويم ځاى ته د لېږدولو په اړه خبرې وکړې او هوکړې ته ورسېدل.

د غونډې ګډون والو هوکړه وکړه، چې په لومړي ګام کې دې د ښوونځي د ترمیم ځای (ځمکه) د یوې کمېټې له خوا وڅېړل شي او بیا دې دغه موضوع په رسمي ډول د پوهنې وزارت مشرتابه ته وړاندې او لازم اقدامات به ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS