د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ د پوهنې آمریت نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۳:۱۵
بلغ

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې ودانۍ چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د بدخشان ولایت پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال، د یاد ولایت بااحساسه خلکو له همکارۍ څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې، پوهنه د ټولنې روح، زړه او ملا تیر وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د یاد ولایت بچیانو لپاره به د معیاري او لوړ کیفیت زده کړو په برخه کې جدي هڅې کوي.

د ارګو ولسوالۍ پوهنې آمر هم د یادې موضوع په اړه خبرې وکړې او د دغه ودانۍ د جوړېدو په اړه یې داسې معلومات ورکړل: د ارګو ولسوالۍ د پوهنې آمریت نوې ودانۍ په دوه پوړونو کې چې ۷ اداري خونې، د غونډو تالار او نور ضروري ملحقات لري؛ په دوه جرېبه ځمکه کې د دوه میلیونه ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت سره د ښوونکو، سوداګرو او د سیمې د خلکو په مالي مرسته جوړه شوې ده.

په پای کې د سیمې یو شمېر علماوو او مشرانو هم خبرې وکړې او د پوهنې له پروګرامونو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS