په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
sfsaf

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده‌کوونکو او پوهنې منسوبینو په حضور کې په رسمي ډول پیل شو.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم مولوي عزیز احمد ریان د چارواکو او مېلمنو هرکلی وکړ، د پروګرام په اړه یې مفصل معلومات وړاندې او د نوي ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل په تړاو یې د پوهنې وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا پیغام ګډون‌والو ته ولوست.
په پیغام کې راغلي وو: «د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د پوهنې وزارت لکه د تېرو کلونو په څېر، په روان تعلیمي کال کې هم د هېواد بچیانو د سالمې، معیاري، متوازنې ښوونې او روزنې او د خپلو ګټورو پلانونو او پروګرامونو د تطبیق په برخه کې ژمن دی.»
همدارنګه په پیغام کې د امام ابو یوسف (رحمه الله تعالی) د نمونوي لېسې د جوړېدو یادونه هم شوې وه، کوم چې دغه لېسه د ملک د سراسري ادارو د ممتازو زده‌کوونکو د زده‌کړې او علمي روزنې لپاره ځانګړې شوې ده.
دغه راز د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، په خپلو خبرو کې افغانانو ته د نوي ښوونیز کال د پیل مبارکي وویله او څرګنده یې کړه: «یاد وزارت د دیني او عصري علومو پیاوړتیا ته ژمن دی» او په دې برخه کې یې هڅې روانې دي.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د تېر کال د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل: «د لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې نوی ښوونیز نصاب ترتیب او تر چاپ لاندې دی او په تېر کال کې د ۸۰۰ بابه ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې دي.»
همدارنګه نوموړي په دې غونډه کې د یاد وزارت له لوري د اداري چارو ساده کولو، د تعلیمي پروژو بشپړولو، د ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو او په ځانګړي ډول په لېرې پرتو سیمو کې د متوازن تعلیمي پرمختګ د دوام یادونه هم وکړه.
د غونډې په دوام د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور، د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېر احمد حقاني، هر یوه د علم د ارزښت او د هېواد د پرمختګ او د ټولنې د سوکالۍ په برخه کې د علم پر اهمیت خبرې وکړې او له والدینو یې وغوښتل چې خپل اولادونه د پوهې تر لاسه کولو په موخه مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.
یادو چارواکو د پوهنې وزارت د تېر کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه هم وکړه.
همدارنګه د مسئولینو د ویناوو ترمنځ د مدارسو د طلابو او د ښوونځيو د زده‌کوونکو د ترانو ګروپونو له لوري د علم د ستاینې او د هېوادپالنې اړوند ترانې وړاندې شوې، چې د ګډون‌والو له تود هرکلي سره مخامخ شوې.
غونډه د هېواد د خیر او فلاح او د پوهنیز نظام د پرمختګ لپاره د پوهنې وزارت د اسلامي یزده‌کړو د معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده لخوا د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS