په لغمان ولایت کې د ۲۰ بابه ښوونځیو د بیارغونې چارې پای ته ورسېدې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۱:۳۸
113

د لغمان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، په دې وروستیو کې د شاوخوا شل بابه ښوونځيو د ترمیم چارې، چې له کلونو راهیسې تخریب او وېجاړ شوې ؤ، د یوې همکارې مؤسسې په مرسته په اساسي ډول ترمیم او ورغول شول.
د لغمان پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد په وینا؛ د يادو ښوونځيو د ودانيو بيارغاونې چارې درۍ مياشتې وړاندې پيل شوې وې او نن د دغه ولايت د پوهنې مشرتابه له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د يادونې وړ ده، چې د يادو ښوونځيو پر ودانيو ټولټال دوه ميليونه او اته سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
د پوهنې رئيس د ښوونځيو د بيا پرانيستلو پر مهال له زده کوونکو وغوښتل، تر څو د خپلو ښوونځيو د وسايلو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکو خوښي څرګنده کړه چې د دوى د زده کړو لپاره یو ځل بيا خوندي او مناسب چاپېریال برابر شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS