په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د غزني ولایت قرهباغ ولسوالۍ اړوند نجـمالعلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې ودانۍ جوړولو لګښت د سیمې د پوهنېدوست شخصیت محترم حاجي ګلمحمد له لوري ورکړل شوی دی.
دیادونې وړ ده چې پورته ذکر شوې ودانۍ اته درسي او اداري خونې لري او د زدهکوونکو د اړتیاوو او اداري چارو سمبالښت لپاره د اوبو او برېښنا په سیسټمونو هم سمباله شوې ده.
