له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۴:۴۲
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

لغمان

د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د ياد ریاست له کارکوونکو سره د يوې کاري غونډې پر مهال ديني مدارس یې د انسان جوړونې مرکزونه وبلل او له مسئولينو يې وغوښتل چې د دې سپېڅلو ځايونو رښتيني خدمتګاران واوسي. او له مراجعینو سره پر ښه چلند ټینګار وکړ او یو شمېر نور اړین موضوعات هم د دې غونډې په اجنډا کې شامل وو

نورستان

 د نورستان ولایت د ښوونې او روزنې آمر د پوهنې وضعیت د څېړلو په موخه نورګرام، دوآب او منډول ولسوالیو ته ولاړ او د یادو ولسوالیو د ښوونیزو چارو له فعالیتونو څخه یې څارنه او ارزونه وکړه.

بلخ

 د بلخ ولايت د پوهنې رياست سکتوري غونډه د یاد ریاست د ښوونې او روزنې د آمر تر څارنې لاندې د دې ولايت د ټولو دولتي ادارو او مرستندویو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه .

په دې ناسته کې د پوهنې په برخه کې د مرستندویو بنسټونو او ادارو مسئولینو د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او د خپلو راتلونکو پلانونو د عملي کولو په موخه یې د بلخ د پوهنې له ریاست څخه د مرستو او اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

 

همدا رنګه د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل د یاد ریاست له اداري چارو او د کارکوونکو له حاضري څخه لیدنه وکړه. او له مراجعینو سره یې د کارکوونکو پر ښه چلند، اصولي کړنو او په رسمي ورځنیو چارو کې له غفلت څخه په ډډه کولو ټینګار وکړ.

 

د بلخ ولايت د پوهنې رياست وايي: د يونيسف مؤسسې له خوا مرسته شوې درسي توکي او قرطاسیه يې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پوهنې پر آمریتونو وېشلي دي.

 

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د املاکو عمومي مديريت د ولسوالیو د آمریتونو له مسئولينو سره غونډه وکړه او د املاکي کتابونو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS