د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه
د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي ټولګیو لرونکې ودانۍ جوړولو له پروژې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لیدنې پر مهال، د پروژې تخنیکي مسوولینو ته د اصلاح په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شوې پروژې فزیکي چارې بشپړې او ودانۍ ګټې اخیستنې ته د سپارلو لپاره چمتو بلل شوې ده.
