د پروان او لغمان له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۰:۴۹
د  پروان او لغمان له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

پروان

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رئیس مولوي صبغت الله وصیل د یوه کاري سفر په ترڅ کې د پروان ولایت د پوهنې ریاست د نتایجو او شهادتنامو د وېش له څانګو څخه لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د شهادتنامو د وېش بهیر د الکترونیکي کېدو اعلان وکړ.
 د یاد ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د دې بهیر د برښنایي کېدو هرکلی وکړ.

د پروان ولایت د جهادي مدرسې درسونه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، دیني عالمانو او قومي مخورو په حضور کې پیل شول.
په دې مراسمو کې د پوهنې رئيس او يو شمېر ويناوالو د يادې مدرسې د مبارکۍ په ترڅ کې له زده کوونکو وغوښتل، چې خپلې زده کړې په جدي توګه تعقيب کړي.

لغمان

د لغمان ولایت د ښوونې او روزنې آمر د یونیسف، ACDO او ابرار موسسو له مسوولینو سره وکتل او د پوهنې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو له مخې یې د سیمه ییزو او ګړندیو ښوونیزو ټولګیو د فعالیتونو په اړه ورسره خبرې وکړې.
 همدا راز ابرار موسسې په دغه ولایت کې د سیمه ییزو زده کړو ۳۲۰ ټولګیو ته سولري بیټرۍ، ۲۶۷ پنکې، برېښنایي مزي او نور اړین تخنیکي توکي ووېشل.

په لغمان ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي ادارې د دغه ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د لغمان ولایت په کچه د کال غوره زده کوونکي د ټاکلو په موخه له ۱۲۰۰ تنو زده کوونکو څخه چې ۲۵۰ تنه یې نجونې وې، د سیالۍ ازموینه واخیستله.

د النیګار ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمریت وایي: د دغه آمریت کارکوونکو د دې ولسوالۍ په اړوندو ښوونځیو کې د اصول صنفي ټولګیو د زده کوونکو د کلنۍ ازموینې څخه څارنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۷
Background image

رسنیزبلنلیک

په پلان کې ده، چې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال او والیبال خزاني سیالۍ، د پوهنې وزارت د بدني روزنې مسئولینو په حضور کې پیل شي.

وخت: ۱۴۴۷/۵. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې محترم وزیر په سرپل ولایت کې څه د پاسه ۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت ۸۹ ترميماتي پروژې پرانيستې

د هېواد د پوهنې وزير محترم الحاج مولوي حبيب الله آغا، شمالي ولايتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، سرپل ولايت ته ورسېد او هلته یې د ولايتي مقاماتو او پوهنې مسئولينو سره تر ليدنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۸
Background image

په هرات ولایت کې له ۸۰ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست د روان لمریز کال په شپږم دور ازموینه کې، له ۸۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS