د پروان او لغمان له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

media-moe
Tue, May 23 2023 10:49 AM
د  پروان او لغمان له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

پروان

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رئیس مولوي صبغت الله وصیل د یوه کاري سفر په ترڅ کې د پروان ولایت د پوهنې ریاست د نتایجو او شهادتنامو د وېش له څانګو څخه لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د شهادتنامو د وېش بهیر د الکترونیکي کېدو اعلان وکړ.
 د یاد ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د دې بهیر د برښنایي کېدو هرکلی وکړ.

د پروان ولایت د جهادي مدرسې درسونه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، دیني عالمانو او قومي مخورو په حضور کې پیل شول.
په دې مراسمو کې د پوهنې رئيس او يو شمېر ويناوالو د يادې مدرسې د مبارکۍ په ترڅ کې له زده کوونکو وغوښتل، چې خپلې زده کړې په جدي توګه تعقيب کړي.

لغمان

د لغمان ولایت د ښوونې او روزنې آمر د یونیسف، ACDO او ابرار موسسو له مسوولینو سره وکتل او د پوهنې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو له مخې یې د سیمه ییزو او ګړندیو ښوونیزو ټولګیو د فعالیتونو په اړه ورسره خبرې وکړې.
 همدا راز ابرار موسسې په دغه ولایت کې د سیمه ییزو زده کړو ۳۲۰ ټولګیو ته سولري بیټرۍ، ۲۶۷ پنکې، برېښنایي مزي او نور اړین تخنیکي توکي ووېشل.

په لغمان ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي ادارې د دغه ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د لغمان ولایت په کچه د کال غوره زده کوونکي د ټاکلو په موخه له ۱۲۰۰ تنو زده کوونکو څخه چې ۲۵۰ تنه یې نجونې وې، د سیالۍ ازموینه واخیستله.

د النیګار ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمریت وایي: د دغه آمریت کارکوونکو د دې ولسوالۍ په اړوندو ښوونځیو کې د اصول صنفي ټولګیو د زده کوونکو د کلنۍ ازموینې څخه څارنه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS