د  پوهنې وزارت د سرپرست وزیر لنډ ژوند لیک

 

د هیواد ستر علمي، جهادي او روحاني شخصیت او د ا.ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د مرحوم مولوي عبدالغفار آغا زوی، له نن څخه ۶۸ کاله وړاندې په ۱۳۳۳هــ.ل کال د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالي د (جوی لاهور) کلي په یوه علمي، جهادي او روحاني کورنۍ کې زېږیدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د خپلې سیمې او دارالهجرت په مسجدونو او مدارسو کې حاصلې کړیدي او په ۱۳۵۷ هــ.ل کال د اسلامي نړۍ له ستر علمي مرکز(دارالعلوم حقانیه) څخه فارغ شویدی.
له فراغت څخه وروسته یې د روسیې یرغلګرو په وړاندې جهاد پیل کړ، په څنګ کې یې ورسره د دیني علومو تدریس هم کاوه او په دارالهجرت کې یې د یوې سترې مدرسې چې د ۹۰۰ په شاوخوا کې زده کوونکو پکې زده کړې کولې، سرپرستي کوله.
له افغانستان څخه د روسيي پوځیانو تر وتلو او کمونیستي رژیم تر نسکوریدلو وروسته یې هم د درس او تدریس لړۍ جاري وساتله. کله چې په ۱۳۷۳ هــ.ل کال د طالبانو اسلامي تحریک را منځ ته شو، نوموړی ورسره له لومړۍ ورځې ملګری شو او د اسلامي امارت د حاکمیت په تیره دوره کې یې د کندهار ښار د ابتدائیه محکمې د جزا  د دیوان د رئیس په توګه دنده اجراء کوله.
په افغانستان باندې د امریکایانو تر برید وروسته هم په جهادي فعالیتونو او تدریس بوخت وو، څلور کاله یې د فراه ولایت د مرافعه محکمې د مفتي په توګه دنده اجراء کوله او وروسته د ا.ا.ا د مرکزي دارالافتاء د اداري مسئول په توګه وټاکل شو.
د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري د کابل تر فتحې وروسته د کندهار ولایت د علماوو شورا د رئیس په توګه وټاکل شو او په ۱۴۰۱ هـــ.ل کال د سنبلې د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان په اساس د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.