په هرات ولایت کې له ۸۰ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۸
xvxc

د هرات ولایت پوهنې ریاست د روان لمریز کال په شپږم دور ازموینه کې، له ۸۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په خپلو خبرو کې وویل: موږ تل هڅه کوو، ترڅو هر راستنېدونکی زده‌کوونکی د وړتیا او پوهې کچې ته په پام سره تر عادلانه او منظمې ارزونې وروسته مناسبو ټولګیو ته وروپېژنو.
د یادونې وړ ده، چې د زده‌کوونکو دا شمېر به د هغه ولایت په ښوونځیو کې د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د دوی د تعلیمي کچې پر بنسټ شامل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د یوه باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ اړوند چاهک کلي د معلومه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ د یوه خیرپال او د پوهنې ملاتړي شخصیت له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په ځانګړو مراسمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS