پکتیکا کې له یوه ښوونځي سره ۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت زرغونشهر ولسوالۍ اړوند ابوذر غفاري «رضی الله عنه» منځني ښوونځي سره د یاد ښوونځي د والدینو شورا له لوري ۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
ټاکل شوې ده، چې یاده مرسته د ښوونځي د ترمیم او تجهیز په موخه ولګول شي.
