په بغلان کې د ساینس او ښوونیزو مرکزونو وضعیت و ارزول شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۴
ظطظز

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د رئیس ښاغلي عبدالوکیل الهام په مشرۍ تخنیکي پلاوي، شمال ختیز زون ته د سفر په ترڅ کې د بغلان ولایت د ساینس مدیریت او یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال د ساینس او ریاضیاتو لابراتوارونه، کمپیوټر خونې، کتابتونونه، شته امکانات او د عملي زده‌کړو بهیر و ارزول شو او د عملي زده‌کړو د لا پیاوړتیا او شته ستونزو حل په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
همدارنګه، له اړوندو ولایتي مسوولینو سره د ترسره شويو ناستو پر مهال د ستونزو حل په اړه هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۵
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړه شوه

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ نیازي‌اباد کلي اړوند نعمانیه دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته، د ۱.۸ میلیونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۱
Background image

د بغلان ولایت پوهنې ریاست لپاره د څښاک پاکو اوبو یو څاه وکیندل شو

د بغلان ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یاد ریاست له بهرنۍ دېوال سره څېرمه د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو. . .

BACK TO NEWS