په بادغیس کې یو شمېر ښوونځیو ته لابراتواري توکي ووېشل شول
د پوهنې وزارت له لوري د بادغیس ولایت۳۶ ښوونځیو ته درسي لابراتواري توکي، چې د ریاضي کڅوړې، د بیولوژي بستې، چارتونه، لابراتواري مېزونه او څوکۍ پکې شاملې دي، ووېشل شول.
همدارنګه د یادو توکو د سمې کارونې او ساتنې په اړه د لابراتوارونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.
