په پکتیا کې د زده کوونکو لخوا د کتاب ټولولو کمپاین پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۲:۳۴
په پکتیا کې د زده کوونکو لخوا د کتاب ټولولو کمپاین پیل شو

د هیواد خپلواکۍ د ۱۰۰ کلیزې په مناسبت دپکتیا ولایت د مرکز اړوند د غازي ببرک خان ځدراڼ لیسې د زده کوونکو له لوري د کتاب ټولولو کمپاین پیل شو. 
د یاد کمپاین له مخې به ددې ښوونځي زده کوونکي د ازادې مطالعې او نورو بیلابیلو کتابونو د راټولولو په پار له مختلفو دولتي او غیر دولتي سرچینو کتابونه راټولوي. د پکتیا پوهنې رئیس کوچي ځاځي د زده کوونکو دغه اقدام ستایي او له اولس په ځانګړي ډول په تجارانو غږ کوي تر څو له دې زده کوونکو سره مرسته وکړي. ددې تر څنګ تدریسي مرستیال هم ددې زده کوونکو احساس د ستایلو وړ وباله او دا یې د ټولنې د بهبود زیری وباله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS