په پنجشېر ولايت کې له م.جاهدینو او بېرته راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست، د اسلامي ا/مارت د م.جاهدینو او بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمود طالب ثاقب، وویل: دغه داوطلبان چې شمېر یې ۶۷۱ تنو ته رسېږي، له ډلې يې ۶۱۶ تنه م.جاهدین دي چې د ج.هادي فعالیتونو د بوختیاوو له امله له تعلیمي بهیر څخه پاتې شوي وو او پاتې ۵۵ تنه هغه ماشومان دي چې بېرته هېواد ته راستانه دي.
نوموړي زیاته کړه چې اوس د تعلیمي فرصتونو په برابرېدلو سره هغوى کولای شي، خپلې زده کړې بشپړې کړي.
هغه همدارنګه وویل چې د دې ازموینې بریالي ګډون وال به د خپلې تعلیمي کچې له مخې د ښوونځیو له اووم تر دولسم ټولګي پورې شامل شي.
