په نیمروز کې د ساینسي مضمونونو ۶۰ تنو ښوونکو ته علمي برنامه پیل شوه
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز له لوري د «ساینسي مضمونونو په تدریس کې د چاپېریالي موادو کارونې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ علمي برنامه، د نیمروز ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۶۰ تنو ښوونکو لپاره د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې پیل شوه.
یاده برنامه به د ښوونکو ترمنځ د عملي تجربو د تبادلې، د تدریسي مهارتونو د لوړولو او د ساینسي مضمونونو د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.
